څېړنه او ليکنه : ډاکټر نجيب زاخېلوال / سويډن
هسې خو خدای شته چې د اسامه ، القاعده، طالب ، امريکا او تروريست نوم واوارم نو په زرګونو بېګناه معصوم افغانان په وينولړلي راته په سپينو کفنونو کې ودريږي او تر پوزو مې د انساني وينو سوړ وږم راشي او د هرې ناوې د نوم سره مې د شهيدې نوم په شونډو راوګرځي! بس که ريښتا ووايم نور نو ددغه نوم د اورېدو اوسېله نه لرم.
اسامه د امريکا په مرسته د روسانو ځپلو لپاره افغانستان ته راغی چې هغه مهال د امريکا په استخباراتي کړيو کې يې د تيم عثمان په نامه شهرت درلوده[۱] او د يولسم ستمبر نه مخکې يې هم د جولاېې په ۱۴امه نېټه يې په دوبۍ کې د سي آې ای (CIA) او ايف بي آې (FBI) د کارکونکو سره هاغه مهال وليدل چې په يو امريکايي روغتون کې نوموړي درملنه کوله، نوموړی د درملنې په موخه د جولايي په ۴ امه نيټه د پاکستان د کوېټې د ښار څخه دوبۍ په لور الوتنه کړې وه. [۲،۳] حال دا چې نوموړی امريکا ته د تانزانيا او کينيا د حملو په اړه مسول وو.
نوموړی د مجاهدينو په ليکو کې د ښه نوم خاوند وو ځکه دا د امريکا پاليسي او لارښوونه وه ، د لمړی ورځې څخه د اسامه سره نه د اسلام کلمه مطرح وه او نه د اسلام دګټلو لپاره راغلی وو بس يوازې يې غوښتل چې څنګه په افغانستان او مينځنۍ آسيا کې د امريکا ګټې خوندي وساتي کله چې د طالبانو په نامه يو ځانګړی تحريک راپيدا شو نو اسامه هم د اړتيا په بنسټ (تيل) د مجاهدينو څخه لار بېله او د طالبانو په ليکو ورننواته ځکه نوموړي ته په طالبانو کې د نفوذ ښه زمينه برابره وه پدې مانا چې طالبان يا نيمچه ملايان خو هر هغه چا ته په پوره درنښت ګوري چې تش دوه ټکي عربي يې زده وي او نوموړی خو بذات خود عرب وو، خو زه پدې نه غږيږم چې اسامه څوک دی؟ او ولې يې د پښتنو سيمي په اجاره اخيستې وې؟ او دغه عربي لنډغر بدمعاش کومې موخې درلودې؟ بلکې زما ليکنه د نړۍ په ننۍ جنجالي سکالې راګرځي چې اسامه مړ دی که ژوندی؟
چې د امريکه دحملی دليل او د خبرو د سر او اخر ټکی دی، د اسامه په اړه د ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۰۹ز کال بېلا بېل تازه راپورونه ښايي چې اسامه بن لادن په ۲۰۰۱ز کال کې د ديسمبر په ۱۳ امه نېټه مړ شوی دی [۴] چې وروسته په پټ (مرموز) ډول په توره بوره کې ښخ شوی چې قبر يې د وهابي دود له مخې نشته [۵] او د هغې ورځې وروسته چې د اسامه څومره غږيز (اډيو) او تصويري (ويډيو) پيغامونه راغلی هغه ټول جعلي دي[۶،۷،۸،۹،۱۰]
د CBS د ۲۰۰۱ز کال په يو ماښامني راپور کې چې د ډان راتور له خوا د بهرنيو چارو د يو کارکوونکی بيري پيترسون په حواله وړاندې کېده ، پکې راغلي: د راولپنډۍ د عسکري روغتون دوه کارکونکو اسامه بن لادن ۲۰۰۱ز کال د د سپتمبر په لسمه نېټه ليدلی وو چې نوموړي روغتون ته د پښتورګو د ناروغيو له امله [۱۱] د دياليزس ( د پښتورګو د پاکوالي) لپاره ورغلی و. [۱۲،۱۳]
يو ږوي (شاهد) ويل چې : د يورولوژي د وارډ ټول کارکونکي د وارډ څخه دباندې وويستل شول او يوه پټه ډله راغله چې د دياليزس عمليه ترسره کړي، چې دغه عمليه د يو ځانګړي ناروغ وه چې د پوځ له خوا ساتل کېده .
يو بل کارکونکي وويل: ما يو ډير پټ ناروغ وليده چې دباندې له موټر څخه راښکته کېده، دا هغه کس وو چې ما يې تصويرونه ليدلي وو او موږ د اسامه په نامه پېژانده. او هم ما د دوه پاکستاني لوړ پوړو چارواکو څخه واوريدل چې د يو بل سره يې خبرې کولې او ويل يې چې بايد د اسامه درملنه او کتنه بايد په پوره احتياط ترسره شي [۱۴]
اوه کاله وروسته بيا هم د امريکا اولسمشر اوباما وايي چې اسامه روغ دی، د پاکستان او افغانستان تر مينځ په غرونه کې پټ دی. چې دغه ځايونه د امريکا د خلکو لپاره تر ټولو خطرناک ځايونه دي. [۱۵]
سره لدې چې د اسامه د نيولو لپاره د امريکا د سي آې ای (CIA) او ايف بي آې (FBI) ۷۰۰ کارکوونکي بوخت دي چې اسامه مړ يا ژوندی پيدا کړي،[۱۶] چې همدا د حيرانتيا وړ خبره ده چې تر اوسه پورې دوۍ پدې نه دي توانيدلي چې د اسامه څرک ولګوي. او همداراز له دې سربېره د امريکا۶۸۰۰۰ عسکر افغانستان کې په جنګ بوخت دي[۱۷] چې ددغه حالت په نظر کې نيولو سره يوازې ۲۵٪ امريکايان افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو ننګه کوي او دوه برابره نه غواړي چې عسکر ولېږل شي [۱۸]
ډېری امريکايان پدې باور دي چې د ۲۰۰۱ز کال د ديسمبر د نيمايي راپدېخوا د اسامه کوم پيغام ندی راغلی چې دا ددې مانا لري چې اسامه بن لادن مړ شوی دی چې په لومړيو کې دغه ناتصديق شوی راپور د فاکس نيوز ) (Fox News له خوا ورکړل شوی ؤو، او پکې ويل شوي وو چې اسامه بن لادن مړ شوی او په توره بوره کې ښخ دی. [۱۹،۵،۴]
تر ټولو ستره پوښتنه دا راپورته کيږي که په ريښتيا هم اسامه په يوولسم سپتمبر په حمله کې لاس درلوده او يا هم امريکا په ريښتيا هغه خپل دښمن بولي نو ولې د امريکا د عدلې وزارت اسامه بن لادن لاتر اوسه هغه د يولسم د ستمبر په اړه مجرم نه دی اعلان کړی او نه هم ايف بي آيې (FBI) هغه د حتمي غوښتونکو (Must Wanted) په ليست کې شامل کړی دی. [۲۰]
نو د اسامه بن لادن سرينده او د نظامي عملياتو لپاره بانه د ټکس ورکوونکي ملت لپاره نوره د زغم وړ نه ده او نه پدې اړه نوره اوسېله لري، ځکه تردې مهاله امريکا د افغانستان په جنګ ۲۲۸ بيلونه ډالر لګولي، [۲۱] او هم پدغه جنګ کې د امريکا او ناټو ۱۴۳۲ تنه عسکر وژل شوي . [۲۲]
په ۲۰۰۱ز کال کې د اسامه د پښتورګو ناروغي د زياتو راپورونو پر بنسټ په ثبوت رسيدلی [۱۱] او بل اړخ ته د زياتو راپورونو له مخې د سږو ځنډنۍ ناروغي [۲۳] ، د شکرې ناروغۍ [۲۴] او تور زيړی (Hepatitis C)[۲۵] هغه څه دي چې د امريکا د اولس لپاره حياتي ارزښت لري [۱۹] چې ددغه ستونزو له امله د اسامه پټه مړينه هغه هدف وو چې امريکايي مشرانو تل خپل اولس ته ويل چې د اسامه نيول يا وژل! مګر لاتر اوسه هم د هغه غږيز او تصويري پيغامونه راځي [۲۶]
د اسامه د مړينې په اړه د دونلډ رمزفيلډ او ايف بي آيې د تروريزم سره د مبارزې د برخې د مشر ډالی واتسون (Dale Watson) [۲۷] په شمول ځينو چارواکو هم دا منلې چې اسامه بن لادن مړ شوی دی، چې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظير بوټو [۲۸] ، پخواني اولسمشر پرويز مشرف [۲۹] او د افغانستان اولسمشر کرزي[۳۰] نومونه يادولی شو.
او په نړيواله کچه هم دا موضوع دا مهال لکه د لمر روښانه شوی ده او پدې کې هيڅ شک پاتې نه دی چې څوک دا وګڼي چې اسامه بن لادن ژوندی دی او پدې اړه داويد ګرفين (David Griffin) يو کتاب د اسامه بن لادن مړ يا ژوندی (Osama bin Laden: Dead or Alive) چې نوموړي د کره ثبوتونو پر بنسټ هم دا زبات کړی چې اسامه مړ دی.
نو ددې ټولو خبرو څخه داسې جوتيږي چې اسامه او امريکا ددې جنګ د روپۍ دوه مخه دي او دغه ټکي ته د داويد ګرفين پر کتاب د تبصرې په مهال هندي تلويزيون په ډاګه وويل [۳۱ د يوټيوب څلور برخې] داويډ ګرفين هم پدې باور دی چې د اسامه نني او پخواني ټول پيغامونه پداسې حساسو شيبو کې راځي چې يا په امريکا کې ټاکنې وي او يا کومه بله مهمه مسله روانه وي [۳۱] لکه دا مهال چې په جرمني کې ټاکنې روانې وې نو اسامه د جرمني خلکو ته يو اخطاريه پيغام ورکړ.[۲۶] نو ددې څخه داسې جوتيږي چې اسامه مړ دی مګر امريکا نه غواړي چې دغه جنګ ته د مخکې له دې چې خپلو موخو ته ورسيږي دپاې ټکی کيږدي.
اخځونه:
يادونه: ما په اخځ ځايونو کې د زياتو نورو خبرو ډډه کړی يواځې مې د ويبپاڼو کړيۍ (Link) د خپلو خبرو د زبات لپاره راخيستي دی هيله ده چې عذر مې ومنئ!
1: http://www.orlingrabbe.com/binladin_timosman.htm
2: http://www.afp.com/ext/francais/compuserve/der/011031025142.8ryyfvvb.html
3: http://whatreallyhappened.com/WRHARTICLES/binladen_met_cia.html
4: David Ray Griffin, Osama bin Laden: Dead or Alive? Olive Branch Press, Northampton, 2009. Chapter 1: “Evidence that Osama bin Laden is Dead”,
5: http://www.welfarestate.com/binladen/funeral/
6: http://www.worldtribune.com/worldtribune/WTARC/2008/me_terror_02_11.asp
7: http://www.guardian.co.uk/world/2007/sep/11/alqaida.september111
8:http://www.criminology.fsu.edu/transcrime/articles/Bin%20Laden%20Tape%20Is%20Genuine,%20U_S_%20Experts%20Conclude.htm
9: http://www.guardian.co.uk/world/2002/nov/30/alqaida.terrorism
10: http://whatreallyhappened.com/WRHARTICLES/binladen_audio.html
11: www.cnn.com/2002/HEALTH/01/21/gupta.otsc/index.html
12: http://www.cbsnews.com/stories/2002/01/28/eveningnews/main325887.shtml
13: http://www.youtube.com/watch?v=1OW4A-yd9BI.
14: http://www.globalresearch.ca/articles/CHO311A.html
15: http://www.whitehouse.gov/the_press_office/Remarks-by-the-President-on-a-New-Strategy-for-Afghanistan-and-Pakistan/
16: http://www.latimes.com/news/nationworld/world/la-fg-afghan-intel20-2009sep20,0,1183243.story?page=2
17:http://community.nytimes.com/comments/thelede.blogs.nytimes.com/2009/09/21/how-many-troops-to-secure-afghanistan/
18:
20: http://web.archive.org/web/20060610053720/http://www.teamliberty.net/id267.html
21: http://www.nationalpriorities.org/costofwar_home
22: http://icasualties.org/oef/
23: http://www.foxnews.com/story/0,2933,41576,00.html
24: http://edition.cnn.com/2002/US/02/01/gen.bergen.cnna/index.html
25: http://www.guardian.co.uk/world/2001/nov/01/afghanistan.terrorism
26: http://svt.se/2.22584/1.1704919/bin_ladin_hotar_tyskarna
27: http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/2135473.stm
28: http://www.youtube.com/watch?v=oIO8B6fpFSQ&feature=player_embedded
29: http://edition.cnn.com/2002/WORLD/asiapcf/south/01/18/gen.musharraf.binladen/
30: http://edition.cnn.com/2002/WORLD/asiapcf/central/10/06/karzai.binladen/
31: http://www.youtube.com/watch?v=gWkfZBqC65Y&feature=related