ه ۱۶ ولایتونو کې د واکسین کمپیان پیل شو

ه ۱۶ ولایتونو کې د واکسین کمپیان پیل شو


  • 1 کال دمخه (23/01/2023)
  • کامران احمدزی
  • 595

په ۱۶ ولایتونو کې د واکسین کمپیان پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپیان به د جنوري په درویشتمه نېټه پیل او څلور ورځې به دوام وکړي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان وايي، په دې کمپیان کې به له پنځه کلونو کم عمره ۵.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.

نوموړي رسنیو ته په یو لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې دا کمپیاین به د څلورو ورځو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو او ۱۷۸ ولسوالیو کې تطبیق کېږي.

شرافت زمان وايي، په تېر کال کې یې د پولیو واکسین ۹ کمپیاینونه ترسره کړي چې له کبله یې د پولیو مثبتې پېښې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، په تېر کال کې یوازې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.