پامپیو: اشرف غني راته تر پوتین، کېم جونګ‌اون او شي جینپینګ هم بد و

پامپیو: اشرف غني راته تر پوتین، کېم جونګ‌اون او شي جینپینګ هم بد و


  • 1 کال دمخه (26/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 691

سمسور نیوز (۶سلواغه۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو وایي، ولسمشر غني واشنګټن ته د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین، د چین له ولسمشر شي جینپینګ او د شمالي کوریا تر رهبر کېم جونګ‌اون هم بد و.   

مایک پامپیو دا څرګندونې په خپل کتاب کې، چې د تېرې سه شنبې په ورځ بازار ته راووته، کړې دي.  

هغه په دې کتاب کې د افغانستان په مسائلو او‌ په تېره؛ د محمد اشرف غني له حکومت سره د واشنګټن د تعامل، د افغان سولې د مذاکراتو او له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو په څرنګوالي غږېدلی دی.  

د مایک پامپیو په باور، ولسمشر غني د سولې په لاره کې اغزی و او واشنګټن ته به یې خنډونه جوړول.

اشرف غني لا د مایک پامپیو د دغه کتاب په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د خپلې واکمنۍ پر مهال یې په وار، وار دا خبره کوله، چې د افغانستان لپاره با عزته سوله غواړي او د دې کار لپاره د واک پرېښودو او د ځان قربانولو ته چمتو دی.  

هغه دغه راز له وخت څخه مخکې ټاکنو باندې ټینګار کاوه، چې افغانان له دې لارې خپل مشر وټاکي. 

د پامپیو د کتاب په اړه د ولسمشر غني مرستیال امرالله صالح پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د پامپیو کتاب له درواغو ډک دی او افغان دولت د سولې خنډ نه و.