د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په تړاو غونډه کوي


  • 1 کال دمخه (26/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 544

سمسور نیوز (۶سلواغه۱۴۰۱) (د ملګرو ملتونو  امنیت شورا د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه سبا ته د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت او هغو پیغامونو په اړه خبرې وشي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې امینې محمد سفر په لړ کې د ا.ا چارواکو سره مطرح شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تمه کېږي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شي. 

د هغه په وینا، د دې غونډې مسائل به تر ډېره د افغانستان له خلکو سره پر مرستې ورټول وي.