پټهان ' اپهګان او پښتون

پټهان ' اپهګان او پښتون


  • 1 کال دمخه (01/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 611

د هندي  باليوډ د یو بل نوښت له مخې د وتلي هندي پښتون ستوري شارخ خان په مټ یو نوی فلم د پټهان په نوم نړۍ والو ته وړاندې کړ.

دغه فلم چې کابو د نړۍ په اوو هېوادونو کې یعنې هند' سایبریا ' فرانسه ' ترکیه ' اټالیا ' هسپانیا ' دوبۍ او افغانستان کې ډک شوی دی تر دې دمه د نړۍ تر ټولو مشهور او ډېر چلېدونکی فلم دی.

په فلم کابو دوه سوه څلوېښت کروړه د هند روپۍ لګېدلي دي پینځه دېرش کروړه یوازې د فلم ستوري شارخ ته د اداکارۍ ورکړل شوي دي.

فلم د نړۍ په سلو هېوادونو کې په اوونیم زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو او په ملیونونو خلکو او د شارخ خان مینه والو ولیده.

په هند کې هم له پینځه زره سکرینونو نه هندیانو ولیده.

فلم په هند کې ډېر خلک یو ځل بیا راویښ کړل او د شارخ خان د وطن مینه یې وستایله خو ددغو ستاینو ترڅنګ په هند کې د هندوانو تندرویه او سخت دریزو غبرګونونه هم راوپارول او په ځینو ښارونو کې یې د پټنهان سره د حساسیت له مخې چې د دوی په وینا هند ته یې د اسلام مبارک دین راوړی دی لاریونونه وکړل.

د فلم کیسه د هند د ځینو نورو پخوانیو فلمونو کیسو ته ورته کیسه ده او د حالاتو سره سم د هند او پاکستان تر منځ سیاسي کړکیج یې منځپانګه او اډانه ده.

د هندي سینما او فلم کارکوونکي وایي چې دغه فلم د فلمي کاروبار ټول ریکارډونه مات کړل د خپرېدا په لومړۍ ورځ یې په کورني بازار کې پینځه پنځوس کروړه او په دویمه اویا کروړه او په ټولیز ډول یې تردې دمه یوسل او دوویشت کروړه روپۍ ګټلي دي.

نوموړی فلم چې مرکزي کردار په کې د هند او پاکستان تر منځ دښمني ده د هند یو مرور جاسوس چې رول یې د هندي سینما یو بل وتلی ستوری جان ابراهم چلوي د پاکستاني جاسوسي روبینه محسن سره اړیکې پیدا کوي او دوی دواړه د روسي پټ ویروسونه لاس ته راوړي او غواړي چې هند کې لویه بربادي او ناورین رامنځ ته کړي خو دغه خطرناکه دسیسه پټهان شارخ خان شنډه وي.

همدا ډول د فلم یوه ډېره وړه برخه افغانستان ښیي چې د امریکا ځانګړي ځواکونه غواړي د ډرون بې پیلوټه الوتکې په ذریعه او په الکترونیکي بڼه د یوې مدرسې امام وولي خو شارخ خان په مدرسه کې د ماشومانو د ژغورني په خاطر خپل ځان بلهاري کوي چې په دغه پېښه کې ټپي کیږي او د ژور درد له امله په اوږدې کوما کې بې سده کیږي کله چې رغیږي او سترګې غړوي نو ګوري چې د یوې پښتنې مور تر څنګ دی او پښتنه مېرمن ورته وایي چې تا زموږ ژوند وژغورلو او ته زموږ بچی او پښتون یې له همدغه ځایه د شارخ خان نوم په فلم کې پټهان کیږي.

شارخ خان چې خپل نوم یې عبدالرحمن دی د میر تاج محمد زوی دی چې پلار او نیکونه یې د پښتونخوا  د پېښور دي پلار یې د باچا خان د خدایي خدمتګار ګوند غړی و.

د شارخ خان کورنۍ پخوا هند ته کډه شوې ده شارخ خان په هند کې زېږېدلی دی او د لکونو نورو هنند مېشتو پښتنو په څېر ترې پښتو هېره شوې ده. خو په اتیایمې لسیزه کې څو ځلې پښتونخوا او پېښور ته راغلی دی د شارخ خان خپلوان لا تر اوسه هم د دوی د کورنۍ سره اړیکي لري او د پېښور ښار په صدر کې مېشت دي.

په نوموړي فلم کې د باليوډ یو بل پښتون ستوری سلمان خان هم لوبېدلی دی.  

پاتې دې نه وي چې په هندي فلم کمپنۍ کې لوی او بنسټیز کردار د پښتنو دی چې د هند او هندي سینما ارزښت یې نړۍ وال کړی دی

په نوموړی فلم کې د وطن او انسانیت سره مینه او عاطفه لوی پیغام نړۍ ته ورکوي او دا په ډاګه کوي چې پټهان یا په لویه کې پښتانه مینه ناک ' وفادار ' مېړني او باوقار خلک دي.

تر دې څو کاله دمخه همدغې فلمي کمپنۍ د ابدالي په نوم یو فلم تولید کړ چې د تېر تاریخ له پاڼو یې د پښتون قام یا افغان ولس بل رنګ نړۍ ته وړاندې کړ چې د منفي کردار له مخې د افغانانو د کرکې وړ وګرځېده.

پاکستان او پنجابیان چې زموږ د نیکونو له برکته مسلمانان شوي دي هم د پښتنو ایمان ستایي او کله کله چې په حقه روژه کې روژه خوري نو د خپلې بې ایمانۍ د پټولو په خاطر وایي چې پټهان جانی اور رمضان جانی.

د پاکستان اکثره پنجابیان پښتون د تحقیر له امله هم پټهان بولي.

افغانستان ' افغانان او پښتانه په سیمه کې د یوه لوی او لرغوني قوم او ټبر په توګه لوی تاریخ لري. چې په تاریخي او فرهنګي ارزښتونو یې تل د ګاونډیانو له خوا غاصبانه او خاصمانه بریدونه هم شوي دي فارسیانو یعنې ایرانانو تل هڅه کړې چې علمي او فرهنګي هستۍ او شخصیتونه یې خپل کړي لکه سید حمال الدین افغان ' جامي او ځینې نور لرغوني اثار ' نومونه او تاریخي عظمتونه او نوي زېږېدلي پاکستان یې د اتلانو نومونه په خپلو پوځي او نظامي وسایلو او چوڼیو یښي دي.