توما نیکولسن دوحې ته ورسېد

توما نیکولسن دوحې ته ورسېد


  • 1 کال دمخه (06/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 712

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستا کې له یوې اوونۍ تېرولو وروسته دوحې ته تللی.

توماس نیکولسن تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې تر یوې اوونۍ تېرولو وروسته د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلی دی.

نوموړي لیکلي چې په کابل او کندهار کې یې په تېره یوه اوونۍ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره په زړه پورې غونډې درلودې.

هغه  له خپلو لیدنو وروسته، تېره ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته هم په خبرو کې د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او ویلي وو چې دا زده کړې اختیاري نه؛ بلکې پر راتلونکي نسل د پانګونې لپاره یو ضروروت دی.

نیکولسن د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې اوس مهال اقتصادي وضعیت تر پخوا خراب شوی او شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان چې له نیمايي زیات ماشومان دي؛ د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرستو وزیرانو او د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتلي وو.

په دې لیدنو کې د نجونو پر زده کړو، د رسنیو پر وضعیت او له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې شوې وې.