له خړو میدانو تر نړیوالو ډګرونو!

له خړو میدانو تر نړیوالو ډګرونو!


  • 3 اونۍ دمخه (20/11/2024)
  • جعفر هاند
  • 60

که په ژوند کې بې انګیزې یاست، که مایوسه یاست، که اینده لپاره پلان جوړول درته بې مانا ښکاري، که په مسلک او دندې کې مو ورو پرمختګ کوی، که د پرمختګ چانس کم په لاس درځي، که فکر کوی چارې مو ښې نه دي او نه ښه کېږي، که انګیری چې اینده مو ډېره روښانه نه ښکاري… نو دې تصویر ته لږ ښه په ځیر وګورئ، دې تصویر کې لوی درس پروت دی.

 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه ستوري رحمان الله ګربز او مجیب الرحمن ځدراڼ؛ دا د ۲۰۱۶ کال تصویر دی.

په شاوخوا اتو کالونو کې دغو دوو ځوانانو د خوست د کرکټ د خړو میدانونو څخه د نړۍ د کرکټ سترو میدانونو ته ځانونه ورسول، نړۍ ته یې د خپل وطن او ولس یو مثبت او متفاوت تصویر وړاندې کړ او موږ او تاسو ته یې د ژوند، هیلې او ښې راتلونکې انګیزه راوبخښله. 

 

د ګربز او مجیب همدغه اته کلن سفر موږ ته دا را زده کوي چې په ژوند کې د اینده لپاره پلان لرل او پلان جوړول، مسلک ته ژمنتیا، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کول، په ځان باور او اعتماد لرل، ژوند کې مایوسیت ته ډېر ځای نه ورکول، تاویلې او ما ویلې پسې ډېر نه ګرځېدل، د کوچنیو او لویو چانسونو څخه ښه استفاده کول، په خپل مسلک کې ځان غرق کول، خپل استعداد مو لا غوړول، قوي نقاط مو نور هم قوي کول، کمزورتیاوې مو کمول او ورک کول، مثبت فکر کول او خپل هېواد، ولس او مسلک سره مینه لرل انسان د ژوند هر پوړ ته خېژولای او هر ارمان ته رسولای شي.  

 

همدا نن پاڅېږئ، په خپل رب توکل وکړئ، په ځان او خپل استعداد باور وکړئ، اینده ته مو پلان جوړ کړئ، موخو ته مو د رسېدو لپاره لستوڼي بډ وهئ او په بسم الله حرکت وکړئ.

که په دې لار کې سل ځلې هم غورځېږئ، بېرته پاڅېږئ او سفر مو روان وساتئ. باور ولرئ چې یوه ورځ به خپل هدف ته رسېږئ.

د ژوند دویم نوم هیله ده او قوي هوډ هدف ته د رسېدو اساس دی. 

 

یو لوی افغانستان مننه.