د ا.ا ویاند ویلي چې د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د بهرني دستور له مخې په افغانستان کې خپل فعالیتونه کول.
نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، مطیع الله ویسا خپل سرې کړنې او د حکومت له خبرېدو پرته یې پټې او ښکاره غونډې کول+ې.
هغه ویلي، دغه ډول کسان باید د حکومت له لوري د پوښتنو او څېړنو لپاره ونیول شي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي مرستیال عبدالحق حماد هم ویلي چې د نوموړي کړنې مشکوکې وې.
هغه د ویسا د نیول کېدو په اړه راپورته شویو پراخو غبرګونونو ته په اشارې پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې خپله له مطیع الله ویسا سره کومه پېژندګلوي نه لري، خو د یو فرد په نیول کېدو دومره پراخ غبرګونونه راپارېدل دا ښيي، چې د همدومره پراخې دسیسې مخه نیول شوې.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ یوناما، د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او ګڼ شمېر نورو بنسټونو د هغه د راخوشې کېدو غوښتنه کړې.
صحت سمسور