سمسور نیوز (۱۸وری۱۴۰۲) د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدلی، چې له امله یې ۷ کسان مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي ده.
د لغمان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ویلي، چې تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په قلعه ټکې سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدلی، چې له امله یې پلار، مور او پنځه زامن یې مړه شوي او یوه ۸ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.
هغه زیاته کړې، دغه چت څو ورځې مخکې د باران له امله زیانمن شوی و؛ خو کورنۍ يې بیارغولو ته پام نه و کړی او لوېدلی، چې له امله يې ياده مرګژوبله اوښتې ده.