د روغتيا سازمان: د ناروغيو پر وړاندې بايد ماشومان منظم واکسين شي

د روغتيا سازمان: د ناروغيو پر وړاندې بايد ماشومان منظم واکسين شي


  • 1 کال دمخه (14/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 400

سمسور نیوز (۲۵وری۱۴۰۲) د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اړتیا ده چې په روان ۲۰۲۳م کال کې یونیم ملیون ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ناروغیو پر وړاندې د خوندیتوب لپاره په منظم ډول واکسین شي.

د یاد سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دوی له ګېټس بنسټ، د ګاوي په نوم د واکسین له نړیوال بنسټ او نورو تمویلوونکو سره کار کوي، چې افغان ماشومانو ته اساسي واکسینونه برابر کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي، باید ډاډ ترلاسه شي، چې هر ماشوم له هغو ناروغیو خوندي شي، چې د واکسین په مرسته وقایه کېږي.