لغمان کې د سلطان غازي بابا ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لغمان کې د سلطان غازي بابا ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


  • 3 کاله دمخه (29/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1351

د لغمان مرکز مهترلام کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سلطان غازي بابا منځني ښوونځي جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه . د لغمان ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي د معلوماتو له مخې چې د سلطان غازي بابا د ښوونځي ودانۍ په ددو پوړو کې په ۶ جریبه ځمکه کې جوړه شوې چې ۸ تدریسي او ۷ اداري خونې، ۳۳۶ د زده کوونکو چوکۍ، ۷۵ متره د پاکو اوبو څاه، ۳۳۶ متره په اوږدوالي احاطوي دیوال،۵  مبرزونه او ګڼې نورې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي.  نوموړي وایي، چې د سلطان غازي بابا د ښوونځي په ودانۍ ټولټال  ۱۹ میلونه شپږ لکه یو زره اوه سوه او نهه ، افغانۍ لګښت راغلی او اوس مهال پکې ۱۵۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.  ددې ودانۍ په جوړیدو سره د سیمې اوسیدونکي او زده کوونکي خوشحاله دي او وايي چې له دې وروسته به له باد او باران نه په امان خپلو زده کړو ته ادامه ورکوو.