د قزاقستان راغلي پلاوي د سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره کتلي

د قزاقستان راغلي پلاوي د سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره کتلي


  • 1 کال دمخه (16/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 506

سمسور نیوز (۲۷وری۱۴۰۲) د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ راغلي پلاوي تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستاني پلاوي مشر سریک ژومانګارین په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې ملیارده ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړېدو، د اوسپنې پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، د افغانستان په کاني زېرمو کې پر پانګونې، ټرانزیټي اسانتیاوو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې اسانولو، مستقیم هوايي دهلیز او نورو ګڼو اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په همدې حال کې قزاقستاني لوري ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، ترڅو افغان سوداګرو ته یوه میاشتنۍ ویزې هم ورکړي.

هغه دغه راز د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته په اشارې ویلي، چې د دوی شرکتونه په دې برخه کې لوړ ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تېره ورځ د اسلامي امارت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي وو.