شویګو: افغانستان کې دېره وسله‌والو ډلو منځنۍ آسیا کې فعالیتونه پراخ کړي

شویګو: افغانستان کې دېره وسله‌والو ډلو منځنۍ آسیا کې فعالیتونه پراخ کړي


  • 1 کال دمخه (29/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 639

سمسور نیوز (۹غوایي۱۴۰۲) د روسیې د دفاع وزیر، سېرګي شویګو ادعا کړې، چې په افغانستان کې دېره وسلوالو ډلو د منځنۍ اسیا هېوادو کې فعالیتونه پراخ کړي دي. 

هغه د هند په پلازمېنه ډیلي کې د شانګهای ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وینا کې اندېښنه ښودلې، چې د القاعدې په څېر وسله‌والې ډلې په منځنۍ اسیا کې د خپل اغېز د ډېرولو په لټه دي.  

هغه د شانګهای سازمان دفاع وزیرانو ته ویلي اړتیا ده چې دې برخې ته جدي پام وشي. 

خو اسلامي امارت تل په ټينګار ویلي، د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.