ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو ته شاوخوا ۹ میلیونه ډالر مرسته راټوله شوې

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو ته شاوخوا ۹ میلیونه ډالر مرسته راټوله شوې


  • 1 کال دمخه (12/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 441

په داسې حال کې چې په هرات کې له زلزله ځپلو سره لاهم مرستې دوام لري، ملګرو ملتونو ویلي چې تر اوسه د یو شمېر هېوادونو له لوري له دوی سره د هرات د زلزله ځپلو لپاره د شاوخوا ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان شوې.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د جرمني له لوري پنځه میلیونه یورو، د سویس له لوري ۲.۵ میلیونه یورو، د اسټرلیا له لوري یو میلیون ډالر، د ایرلنډ له لوري ۵ میلیونه یورو او د جاپان له لوري  یو میلیون ډالره مرسته اعلان شوې.

دا هغه مرسته ده چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري به وېشل کېږي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سیمه کې د دوی بېلابېل ټیمونه مېشت دي، چې د وضعیت ارزونې ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي، چې د تېرو څو ورځو پرلپسې زلزلو له کبله ۱۱۲ کلي ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره کسان اغېزمن شوي دي.