د پاکستان د بلوچستان په کلاسيف الله سيمه کې د پوځ پر یوه مرکز ډلهییز برید کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه بريد تېره شپه ځایي وخت ۲ بجې پيل شو، چې له سیمې د درنو چاودنو او ډزو غږونه هم اورېدل کېدل.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانکې ويلي چې په پېښه کې دوه بريدګر هم وژل شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی؛ خو په وروستيو کې يو ځل بيا د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې دا ډول امنيتي پېښې زياتې شوې چې تر ډېره يې ګوته پاکستاني طالبانو او بلوچ بېلتون پالو ډلو ته نيول کېږي.