هېواد کې د پولیو (ګوزڼ) دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه

هېواد کې د پولیو (ګوزڼ) دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه


  • 1 کال دمخه (16/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 626

په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوې.

په افغانستان کې د یونېسف لپاره د پولیو د رسنیو مسوول سید کمال شاه سادات ویلي چې دا پېښه هم د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، په دې ناروغ کې چې یوولس کلنه ماشومه ده، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پولیو نښې نښانې لیدل شوې وې.

 

د یادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې د روان ۲۰۲۳ کال د پولیو یا ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې وه. 

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې په ترڅ کې به یې تر شپږ میلیونه زیات ماشومان واکسین کړل شي.