د اوبو جنجال؛ ایران د سرپرست حکومت اعلامیې ته غبرګون وښود

د اوبو جنجال؛ ایران د سرپرست حکومت اعلامیې ته غبرګون وښود


  • 1 کال دمخه (19/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 624

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سرپرست حکومت اعلامیې په غبرګون ویلي، چې د اوبو د موجودیت یا نشتوالي معیار سیاسي بیانیه نه؛ بلکې تخنیکي کسان معلوموي.

 حسین امیر عبداالهیان پر خپله ټوېټر زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې یې د ا.ا بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي څخه په ځلونو غوښتنه کړې، چې د اوبو د کچې د اټکلولو لپاره دې یوه تخنیکي پلاوي ته امکانات برابر کړي، خو په وینا یې ا، ا دا کار نه‌دی کړی. 

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې ا،  ا پرون په یوه اعلامیه کې د هلمند له سینده د ایران د حقابې په تړاو د ایراني ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونې نامناسبې وبللې.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي سیستان او بلوچستان ته په سفر کې ا، ا ته ګواښ کړی، چې د ایران حقابه پوره ورکړي که نه بیا د ګیلې حق نه لري.