روسیې د افغانستان په اړه د یوې ناستې وړاندیز کړی

روسیې د افغانستان په اړه د یوې ناستې وړاندیز کړی


  • 1 کال دمخه (20/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 550

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د روسیې او اسلامي نړۍ د څوارلسمې غونډې په څنډه کې د تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر او د دغه هېواد ولسمشر له مرستیال اولیګ کوروبچینکو سره کتلي دي.

له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

دغه راز نورالدین عزیزي کوروبیچنکو ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې، چې هغه هم منلې او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته سفر وکړي.

نورالدین عزیزي د یادې غونډې په څنډه کې د تاتارستان د سوداګرۍ خونې له رئیس رامیل مافلییوتوف سره هم لیدلي دي.

په همدې حال کې نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سید نوید قمر سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ګمرکي خدماتو پر ۲۴ ساعته کېدو، پر سیمه‌ییز اتصال د ټینګار ترڅنګ، له هند سمندر سره د روسیې د نښلولو او څرنګوالي په اړه هم خبرې کړې دي.