اوچا: ۲۸،۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

اوچا: ۲۸،۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


  • 1 کال دمخه (05/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 550

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، د اټکل شویو شمېرو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۸٫۸ میلیونه اړمن بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د روان زېږیز کال په لومړیو کې ۲۸٫۳ میلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

یاد دفتر په یوه خپور شوي راپور کې همداراز زیاته کړې، دوی او همکارې ادارې له جون میاشتې نه د روان زېږدیز کال تر پایه له ۲۰ میلیونه اړمنو سره د مرستې لپاره ۲٫۲۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.