اوتنبایوا: پر مېرمنو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوئ

اوتنبایوا: پر مېرمنو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوئ


  • 1 کال دمخه (09/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 508

په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه

 

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو داورېدو له مسلکۍ معین غوښتي چې په ادارو کې د مېرمنو کار بندیز ته مناسبه حل لاره ولټوي.

باختر دولتي خبري اژانس وایي چې، اوتنبایوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو کار بندیز ته په اشارې ویلي چې دې ستونزې ته باید مناسبه حل‌لار ولټول شي.

د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال ویلي چې د خپل هېواد د کلتور او قوانینو په رڼا کې هڅه کوي چې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت څو میاشتې وړاندې په نا دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز ولګوه.