د راپورنو له مخې، د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۳۷ تنه تپیان شوي دي.
فرانسوي چارواکي وایي، چاودنه په یوې ودانۍ کې د ګازو د لیک کېدو له کبله شوې ده.
د چارواکو په خبره، د څلورو ټپیانو وضعیت ښه نه دی او دوه تنه نور ورک دي.
د معلوماتو له مخې، له چاودنې وروسته اور لګېدلی او د پاریس په یو تاریخي ښارګوټي کې یوه ودانۍ نړېدلې ده.