ټولوژي یا ټولپوهنه

ټولوژي یا ټولپوهنه


  • 1 کال دمخه (02/08/2023)
  • رحمت شاه فراز
  • 448

د نړۍ په یوه نامعلوم پوهنتون کې یوازینی هغه پوهنځی، چې د هېڅ انسان نه دی ورپام شوی، ټولوژي یا ټولپوهنه ده. دغه پوهنځی دوه مهمې ځانګړنې لري:

 

یو، د دې پوهنځي فارغان په بل هر مسلک کې ځان بشپړ متخصصین ګڼي او په هر مسلک کې دنده او وظیفه ترسره کول د ځان حق یادوي. د دغه پوهنځي فارغانو ته ټولوژیست یا ټولپوه ویل کېږي. ټولوژیست کولی شي، د چرګو ډاکټر، د برېښنا انجینر، د جومات م--لا، د هېواد وزیر، د ملک رهبر، نړیوال سوداګر، او بل هر بلا او بتر شي.   

 

دوه، دا چې یو ټولوژیست د ټولو علومو ماهر وي، نو سره له دې چې په یوه ځانګړې څانګه کې به په دنده بوخت وي، خو ځان د دې پابند نه ګڼي، چې تر همدې څانګې پورې محدود پاتې شي، بلکې د اړتیا او نه اړتیا په هر صورت کې بلې څانګې ته هم ور دانګي او نورې څانګې هم له خپلو قیمتي مشورو او تجربو څخه نه بې برخې کوي. په دې اساس به تاسو ووینئ، چې د چرګو یو ډاکټر به یا د برق په پایه پورې را ځوړند وي او په برقي لاینونو کې به ګوتې وهي، او یا به لاندې ورته ولاړ وي او د برق انجینر ته به مشورې ورکوي: «فیوز ټینګ ولګوه. ګوره چې د فیوز پښې لوڅې پرې نه ږدې. فیوز تر وزرو ونیسه، سر يې کلک، کلک ور وتړه.» نو وینئ، چې د چرګو ډاکټر په څه ډول د برق انجینر ته د خپل مسلک له عینکو مشورې ورکوي! 

 

ټولپوهان د نړۍ پرمخ تر ټولو خوندور خلک دي. موږ یې یوازې په یوه وړه بېلګه خبرې وکړې، مثلاً دغه د چرګو ډاکټر چې بیا د جومات م--لا ته له اخري صف څخه مشورې ورکوي، نو هغه خو د سریال تر ټولو جالبه برخه وي. د م--لا له خولې مو که بیا د ملک رهبر ته مشورې واورېدلې، نو بیخي به مو له خندا هډونه ورته شنه شي. 

 

تاسو سره به فکر وي، چې ټولوژیستان اخر د نړۍ په کومه برخه یا کوم هېواد کې ژوند کوي؟ له بده مرغه، دغه ټولوژیستان د نړۍ په هره هغه برخه کې ژوند کوي، چې هلته دا فکر واکمن وي، چې اسلام د ژوند د ټولو مسایلو ځواب دی. اسلام چې د ژوند د ټولو مسایلو ځواب شو، نو م--لا چې په اسلام ځان پوه کړی، ارومرو د ژوند په ټولو مسایلو پوه او باخبره شو. اوس چې م--لا په هر څه او ټولو شیانو پوه شو، نو په ډېر احترام سره ویلی شو، چې په اصل کې همدا م--لا، لوی ټولوژیست یا ټولپوه دی. 

 

دا چې موږ وایو، چې زموږ په هېواد د م--لا واکمني ده، غلطه خبره ده. زموږ په هېواد اصلاً ټولوژیستان یا ټولپوهان واکمنان دي. نو په دې اساس، که د کانونو او صنایعو وزیر د ښځو په کار او  تعلیم خبرې کوي، یا د کړ مه‎کړ وزیر د هېواد په اوبو خپلې مشورې ورکوي، یا داخله وزیر د هېواد په طبي شورا کې ډاکټرانو ته توصیې کوي، یا یو بل ټولوژیست د همدې ډاکټرانو په غاړه کې نیکټايي د صلیب نښه ګڼي، نو ګیله ترې مه کوئ. په دې چې دوی هر یو، یو ټولوژیست دی. 

 

خو څوک وايي، چې ټولوژیست دی؟ موږ ټول وایو، چې دوی ټولوژیستان دي. ښاا، موږ څوک یو، چې دا خبره کوو؟ موږ پخپله هم ټولوژیستان یو او په «موږ» کې بیا تر ټولو لوی «ټولوژیست یا ټولپوه» زه پخپله یم، چې مسلک مې کمپیوټرساینس ده، شوق او علاقه مې له ټولنیزو او اصلاحي لیکنو سره ده، خو خبرې په «ټولوژي» کوم!