په دې ورځو کې ټول خلک د افغانۍ د ارزښت لوړېدو هیجاني کړي. شاید ډیر لږ خلک په دې اړه مالومات ولری چې د دوي احساسات، چلندونه او اقتصادي عیني واقعیتونه یوه دوه اړخیزه اړیکه لري. هغه علمي څانګه چې دا اړیکې څیړي د رفتاري اقتصاد (Behavioral Economics) په نوم یادیږي. رفتاري اقتصاد کې د اقتصاد کلاسیک اصولو ته د ارواپوهنې له زاویي کتل کیږي. څو په دقیق ډول وپوهیږو خلک څنګه تصامیم نیسي.
د افغانۍ د ارزښت لوړېدا يؤ ښه فرصت دی چې پوه شو رفتاري اقتصاد څه دی، او ستاسو چلندونه، کړنې او حتی د فیسبوک پوسټونه په عیني اقتصادي واقعیتونو څنګه اغېز کوي. او دا چې ولي د افغانیو ارزښت په دومره زیاته کچه لوړ شو.
رفتاري اقتصاد Behavioral Economics
لکه څنګه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه په رفتاري اقتصاد کې موږ د ارواپوهني د علم پر مټ اقتصادي پدیدې مطالعه کوو. په کلاسیک اقتصاد کې د "عاقلانه انتخاب تیوري " دا فرض کړې وه چې خلک همیشه هغه څه انتخابوی چې په ګته یې وي، یاني همیشه عاقلانه انتخاب کوي خو رفتاري اقتصاد وایی انسانان ځیني وختونه د ادارکې او رواني اشتباهاتو پر مټ ناسم او غیر معقول انتخابونه کوي. ريچارډ تېلر او ملګری کاس سانسټین یې Nudge په نوم يوه کتاب کې لیکي "خلک په اسانۍ سره ناسمو پرېکړو نیؤلو ته سوق کېدلی شي. خلک معمولآ د ژر تصمیم نیونې او دا چې نور اطرافیان یې څۀ کوي، ناسمې پرېکړې کوي. دا کتاب او د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکي اقتصاد پوه دانیل کانمن مشهور اثر "Thinking Fast And Slow" د رفتاري اقتصاد د علاقه مندانو لپاره غوره کتابونه شمیرل کیږي.
ډله ييزو چلند: Herd Behavior
دا ډول چلند ته ځکه هیرډ بیهېویر وایی چې ځیني وختونو کې انسانان د رمې او پسونو غوندي چلند کوي. دوی بې له دې چې شرایط په کره ډول تحلیل کړي فقط د نورو کړنو ته ګوري او هغه تصمیم نیسي چې نورو نیولی دی. دا حالت تر ټولو ډېر په مالي بازارونو کې واقع کېږي، چېرې چې خلک د نورو کړنې کاپي کوي. او یو وهم په واقعیت بدلوي. د شلمې پیړۍ نوم وتی اقتصاد پوه جان مینارد کینز د حیواني روح" Animal Spirit" په نوم تیوري لري چې هغه په تصمیم نیونه کې د رواني او احساسي فکتورونو رول روښانه کوي. ښاغلی کینز په دې باور دی چې دا ډول چلندونه د اقتصادي بدلونونو اصلي فکتورونه دي. د کینز په باور همدا غیر عاقلانه انسانی رفتار دی چې ډیر کله په اقتصادي بحرانونو منتج کیږي.
د افغان کرنسي ارزښت ولي په بې سارې کچه لوړ شو؟
اول: د پیسو مقداري تیوري په اساس په یو اقتصاد کې د پیسو عرضه او د قیمتونو اندازه مستقیمه اړیکه لري. دا چې په اوسني وخت کې په زیاته کچه ډالر لیلامیږي، له بهر څخه هره میاشت میلیونونه افغانۍ د مسافرو لخوا د رمټنس په شکل راځي، بشري مرستې شته، کانونه استخراج کیږي او د افغانیو د استعمال ساحه تر لیري ولایتونو رسیدلې او همدارنګه زاړه بانکنوټونه هم فرسایش شوي، دا ټول عوامل په یو ځای افغانیو ته تقاضا نسبت د هغو د عرضې پرتله ډېره کړې او دا د کیسې پیل دی.
دویم: د افغانستان بانک ورستي اقدامات او په تیرو لسو ورځو کې د ۴۲ میلیونه ډالرو لیلام یو ټکان وو چې د افغانیو ارزښت یې د ډالرو په وړاندې د پام وړ اندازه لوړ کړ. دا چې د افغانۍ ارزښت لوړ شو، خلکو فکر وکړ چې کرنسي یې پياوړی ده، دې چارې د افغانۍ په لوړېدا کې د کتلست رول ولوباوۀ او ارزښت یی نور هم لوړ شو. همدارنګه فیسبوک او ټولیز رفتار د افغانیو د ارزښت په اړوند بحثونو، خبرونو او راپورونو کې د جمعي سلوک د تسریح لامل شول. دا چې ټول د افغانیو د ارزښت په لوړوالي غږیږي خلکو لا ډېره توجه ورته کیږي او د دې لپاره چې له بازار څخه ګټه وکړي لا ډیر خلک خپلې ذخیرې چې په پردیو کرنسیو یې لرلې را اخیستي او په افغانیو یې بدلې کړې دي. دې چارې افغانیو ته تقاضا لا ډیره زیاته کړې او بازار ته لا ډیر بهرني اسعار د لیلام او تبادلې لپاره راوړي " یعني همدا جمعي سلوک د خارجي اسعارو د عرضې مقدار زیات کړی یا په بل عبارت بازار ته یې لا ډیر ډالر تزریق کړي ځکه د افغانۍ ارزښت ډیر لوړ شوی دی " چې په دې توګه د افغانیو ارزښت لا پسې لوړیږي او ممکن دا پدیده دوام ومومي. دا حالت ممکن تر هغه وخت ادامه پیدا کوي ترڅو یو بحرنی عامل "مرکزي بانک، حکومت یا کوم بل نهاد " بازار اخلال نکړي، او یا هم تر هغه وخته دوام کولی شي څو اقتصادي عوامل د پیسو ارزښت حمایه کوي. بنیادي اقتصادي عوامل اقتصادي رشد، د سود لوړ نرخ د تجارت بيلانس، سیاسی ثبات او ځیني نور عوامل دي. وضعیت ته په کتلو دا حالت تر ډیره دوام نه مومي او افغانۍ ممکن د خپل دایمي ثبات خواته بیرته ستنه شي یا د اوسني لوړ ارزښت او دایمي ثبات ترمنځ کومه بله نقطه کې تعادل ومومي.
څه باید وشي؟
جمعي غیر عاقلانه چلند یوه انساني پدیده ده چې ټولنیز عیني واقعیتونه هم بدلولی شي. په تیرو دوو کلونو کې دوه ځلې د أفغانستان په پولي بازارونو کې د داسې حالت شاهدان وو. لکه څنګه چې مخکې هم ورته اشاره وشوه دا ډول چلندونه د اقتصادي بي ثباتیو او بحرانونو اصلي عوامل دي او که دوام وکړي ژورې اغیزې لرلی شي. لکه اوسنۍ تغیر د ژور ډیفلاسیون او په تدریج سره د اقتصادي رکود، پراخې بیکاري، د سرمایه ګزاري د کموالی او د غربت د زیاتوالي لامل کیدای شي ځکه له دې مسلې پوهاوی تر یوې اندازې د دې پدیدې په مهار کې مرسته کولی شي. تر څنګ یې باید متوجه و اوسو چې له دا ډول نوساناتو یواځې غټ صرافان او د صرافانو اتحادیې ګټه کولی شي هغوی حتی کولی شي جریان برعکس کړي په دې وخت کې ټولو هغو چې ورسته یې معاملې کړې دي تاوان کوي.
همدارنګه د دې پرځای چې موږ د پدیدو ظاهر ته خوښ شو او په دې ځان مصروف کړو چې زموږ کرنسي له ګاونډیانو څومره لوړه ده باید پوه شو چې لمړی خو د کرنسي ارزښت لوړیدل د یو هیواد د اقتصادي روغتیا لپاره مناسب شاخص ندی، سړي سر عاید، د اقتصادي ودې نرخ، HDI د فقر کچه، د بیکاري کچه او نور شاخصونه د یو هیواد د اقتصادي حالت په اړوند موږ ته دقیق مالومات راکوي. تر دې هاخوا د کرنسۍ بي ثباتي خپله د یو هیواد اقتصادي روغتیا ته زیان رسوي. هغه که په لږ وخت کې یې ارزښت لوړیږي یا ټیټیږي اقتصادي ثبات زیانمنوي او خلک په اقتصادي معاملاتو بې باوره کوي. د یو حکومت او په ځانګړي توګه د مرکزي بانک اساسی دنده د پیسو د ارزښت ساتل دي. او د دې چارې لپاره مرکزي بانک د پولي او مالي سیاستونو په نوم وسایل په لاس کې لري. معمولا د پولي پالیسیو بنسټ د سود نرخ، د ازاد بازار عملیات، حد اقل ذخایر او د تخفیف نرخ دی چې دا ټول په سود ولاړ دي د ټاالبانو لخوا مرکزي بانک ته معرفی شوي رئیس ملا ادریس ویلي چې دی به مرکزي بانک او نور بانکونه اسلامي کوي چې که رښتیا دا کار وکړي د مرکزي بانک یو لاس" پولي پالیسي " فلج کوي چې بیا نشي کولی په وخت اقتصادي نوساناتو ته مناسب ځواب ووایي.