د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري خبر ورکوي، چې د دوی په هڅو د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۲ تنه افغان بندیان له زندانونو خوشې او هېواد ته یې ستانه کړي دي.
په یاده کونسلګري کې افغان کونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیو کې ویلي، چې دغه کسان تېره ورځ له زندانونو خوشې او د یادې کونسلګرۍ لخوا افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، دا مهال په دغه ایالت کې په کمه اندازه افغانان بندیان دي او په وینا یې، هڅه کوي، چې ټول له زندانونو آزاد او هېواد ته یې ولېږي.
تخاري همدارنګه ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د یاد ایالت له زندانونو څخه د دوو تنو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون ۶۴ تنه افغانان خوشې او هېواد ته یې کړي دي.