هرات برېښنا ریاست ۴ نیم ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

هرات برېښنا ریاست ۴ نیم ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي


  • 1 کال دمخه (10/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 335

د هرات د برېښنا ریاست مسؤلینو ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله تر اوسه ئې څلور نیم ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د یاد ولایت د برېښنا رئیس محمد معراج ویلي چې پلان لري؛ تر څو د برېښنا زاړه مېټران په نوو بدل کړي.

معراج ټولو پېرېدونکو ته خبر ورکړی چې د برېښنا د غیرقانوني کارولو په صورت کي به له قانوني چلند سره مخ سي او هیڅ څوک د برېښنا غلاکولو ته نه پرېږدي.

هغه همداراز د هرات نورو سیمو ته د برېنښنا غځولو خبره کړې او ویلي ئې دي چې له ترکمنستان څخه د راغلي برېښنا له لاینونو څخه د ۲۲۰ کیلوواټه تقویتي سب سټېشن د رامنځ ته کولو پلان تر کار لاندي دی او په واسطه به ئې کرخ، پښتون زرغون، اوبي او چشت ولسوالیو ته برېښنا ولېږدول شي.