د ترافيکو لوی رياست له هغو موټر چلوونکو چې له خپلو شخصي موټرو په ښاري يا اطرافي سيمو کې د ټکسي کار اخلي غوښتي، چې خپل موټر ثبت کړي.
ياد رياست زياته کړې چې د دغه بهير له بشپړېدو وروسته به له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د ترافیکو لوی ریاست ویلي هغه موټرو ته، چې ماډل یې له ۱۹۹۵ کال څخه ټیټ وي د اطرافي ټکسي امر، هغه موټر ته، چې ماډل یې ۱۹۹۵ یا ترې لوړ وي د ښاري ټکسي امر او هغو موټرو ته، چې ماډل یې ۲۰۰۰ یا ترې لوړ وي د کابل ولایت د شنې سیمې د ټکسي امر ورکول کیږي.