د مالیزیا لومړی وزیر: پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه دې لرې شي

د مالیزیا لومړی وزیر: پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه دې لرې شي


  • 1 کال دمخه (23/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 617

د مالیزیا لومړي وزیر په افغانستان کې د بشري وضعیت او د ښځو پر وړاندې د لګېدلو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. 

انور ابراهیم په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال ویلي، چې سرپرست حکومت باید د ښځو پر وړاندې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې بشري وضعیت سخت شوی او وروستیو وچکالیو په دغه هېواد کې د خلکو ژوند له زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی.

له بل لوري د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبدالطیف بن راشد الزیاني هم په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د پایدارې سولې په راتګ ټینګار کړی.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په ناسته کې د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو هم د افغانستان په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې وې.