د کډوالۍ یو شمېر نړیوال سازمانونه وایي، چې د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د هغو افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر زیات شوی، چې بې سرپرسته دي او له غیرقانوني لارو اروپاته تللي دي.
ایروپین ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، یوازې په جون میاشت کې په دې ټولنه کې له ۸۳ زرو زیاتو کسان د پناه اخیستونکو په توګه ځانونه ثبت کړي، چې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
په دې ډله کې ۲۹۷۵ یې بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي، چې له سوریایانو وروسته دوهمه لویه ډله یې افغانان دي.
د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې اروپایي ټولنې ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ لړۍ چټکه شوې چې افغانان یې لویه برخه جوړوي.
راپور وایي، په جولای میاشت کې هم ټولټال ۷۷۷۵ افغانانو د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
د یادونې ده چې ډېری دغه افغانان، چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کم دي، په ډېرو خطرناکو لارو اروپا ته ځي.