متقي: حکومت مو ټول‌ګډونه دی، د چا فرمایشات نه شو منلی

متقي: حکومت مو ټول‌ګډونه دی، د چا فرمایشات نه شو منلی


  • 1 کال دمخه (02/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 579

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو وار بیا اوسنی حکومت ټول ګډونه بللی دی. 

امیر خان متقي له بي بي سره په مرکه کې ویلي، چې حکومت یې له ټولو قومونو جوړ دی او په جوړښت کې یې د چا فرمایشات نه شي منلی.   

هغه په دې مرکه کې د نجونو د زده کړو په اړه ویلي، چې دا د هېواد کورنۍ مسئله ده او دوی هڅه کوي چې له منطقي لارو یې حل کړي.

هغه زیاته کړې، اجازه نه ورکوي، چې د نجونو د زده کړو مسئله په هېواد کې د خلکو تر منځ د اختلافاتو د رامنځ ته کېدو لامل شي.     

هغه همدا راز د افغانستان دننه ځينو هېوادونو ته د پوځي اډو ورکړه رد کړې او ویلي یې دي، چې هېڅ بهرني وسله وال ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي. 

متقي همداشان پاکستاني طالبانو ته هم د وسلو د ورکړې او د هغوی ملاتړ رد کړی او په وینا یې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال د اوسني حکومت د ټول‌ګډونوالي خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د مسکو فارمټ ګډونوالو په یوه خوله افغانستان کې د دغسې یو حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.