د چین په اسیایي سیالیو کې افغانستان د سپینو زرو مډال وګاټه

د چین په اسیایي سیالیو کې افغانستان د سپینو زرو مډال وګاټه


  • 1 کال دمخه (07/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 434

په چین کې د کرکټ اسیایي المپیک لوبو پایلوبه کې د باران له امله افغانستان هند ته لوبه وبایلله او هند د سرو زور مډال خپل کړ.‌  

د افغان ابدالیانو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۸ اورونو کې یې ۱۱۲ منډې وکړې خو باران دغه لوبه وځنډوله.‌

 

په افغان لوبډله کې شاهدالله په ۴۳ توپونو ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. ګلبدین هم په ۲۴ بالونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

افغانستان پرون (جمعه) پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې لوبو پایلوبې ته ووت. 

هند سره له دې چې په نننۍ لوبه کې یې منډې و نه کړې، خو پخوانیو لوبو ته په کتو یې پرېکړه وشوه چې د باران له امله ځنډېدلې لوبه د هند ګټلې وبلل شي.