د روغتیا نړیوال سازمان په هرات ولایت کې له څه باندې ۱۰۰زره زلزله ځپلیو سره د نږدې ۸ میلیونه ډالره مرستې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون پنجشنبه (د تلې ۲۸مه) په یوه راپور کې ویلي، چې په هرات ولایت کې ۱۱۴ زره زلزله ځپلي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې د هرات ولایت د زلزله ځپلو لپاره ۱۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
په هرات ولایت کې له دوو اوونیو راهیسې زلزلې کېږي چې له وېرې خلک په سړکونو، پارکونو او موټرو کې ورځې شپې سبا کوي.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، تر ۱۴۰۰ ډېر کسان په دې زلزلو کې مړه شوي او شاوخوا ۲ زره ژوبل شوي دي.