پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت نن چهارشنبه په ټول هېواد کې د غیرقانوني افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د بلوچستان ایالت چارواکو اعلان کړی، چې شااوخوا ۵ زره افغان کډوال یې د توقیف مرکز ته سپارلي او له هغه ځایه به افغانستان ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي د سې شنبې پر ورځ ویلي وے چې حکومت به د پنجشنبې پر ورځ د بې اسنادو کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي.
سره له دې، چې ګڼو نړیوالو سازمانو له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو او ایستلو د پرېکړې د لغو کولو غوښتنه کړې؛ خو د دغه هېواد له لوري رد شوې او په دې برخه کې هېڅ نرمښت نه مني.