تورخم کې افغان کډوال سرپناه او خوراکي توکي نه لري

تورخم کې افغان کډوال سرپناه او خوراکي توکي نه لري


  • 1 کال دمخه (03/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 498

 

له پاکستان څخه په زور را شړل شوې افغانې کورنۍ وايي چې په تورخم کې ورته د پام  وړ سهولتونه نه دي برابر شوي.

افغان کډوالو په سیمه کې سمسور نیوز ته ویلي چې دوی سره د خوراک او څښاک په برخه کې مرسته کېږي، خو د خلکو د زیاتوالي له کبله ټولو کورنیو ته نه رسیږي.

دوی دغه راز د سرپناوو  نشت بله هغه لویه ستونزه یادوي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.

کډوال وايي، په کمپ کې ورته ګرځنده روغتیايي کلنیکونه هم برابر شوي، خو د ناروغانو ته په کې د اړتیا پر اساس درملنه نه کېږي.

بل لورته بیا مسؤل چارواکي وايي، چې په تورخم کې له افغان کډوالو سره مرستې په ښه شکل دوام لري او ګڼې اسانتیاوې یې وره برابرې کړي دي.