د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د خپلو سیالیو تر بشپړولو وروسته نن کابل ته راورسېده.
افغان کرکټ بورډ ویلي لوبډله یې د کابل پر وخت ماذدیګر شاواخو ۴:۰۰ بجې د کابل هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د یادې ادارې د ټولنیزو پاڼو پر صفحو لیدل کېده چې ګڼ کابل ښاریان د افغان لوبغاړو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.
افغان لوبډلې په نړیوال جام کې پاکستان، انګلستان، سریلانکا او نیدرلینډ ته ماتې ورکړې او له بنګله دېش، هندوستان، نیوزیلینډ، اسټرالیا او سویلي افریقا ته یې سیالۍ وبایللې.
دا لومړی ځل و چې افغانستان په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ۴ سیالۍ ګټي.