د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګراۍ درې اړخیزه ناسته شوې

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګراۍ درې اړخیزه ناسته شوې


  • 1 کال دمخه (15/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 467

د سوداګرۍ د ودې لپاره، د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو د استازو ترمنځ په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته شوې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د افغان ټرانس پروژې، د سوداګرۍ او ترانزیت پر درې اړخیزه پراختیا او په دې برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پاکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ترمنځ هم لیدنه شوې، چې په د افغان سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ۱.۵ میلیارده ډالرو پر ارزښت توکو ته د راتلو اجازه نه ورکوي.