روسیه: له افغانستانه مو د نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ډپ کړې

روسیه: له افغانستانه مو د نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ډپ کړې


  • 1 کال دمخه (15/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 431

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت کچه ۹۵ سلنه کمه شوې، تازه په تاجکستان کې د روسیې سفیر ویلي، چې تاجکستان له افغانستان څخه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو مخه ډي کړې ده.

سېمیون ګریګوریف ویلي، چې په ګاونډي هېواد افغانستان کې د حالت په څارنه، له دغه هېواد څخه د نشه‌يي توکو او افراطیت په مخنیوي کې دوی د تاجکستان هڅې ستايي.

هغه زیاته کړې، چې روسیه د شانګهای همکاریو په اډانه کې په ګډه د ګواښونو مخنیوي په اړه کار کوي.

تاجکستان کې د روسیې سفیر په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ناسته جوړوي.

راپورونه وايي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، په کور دننه د نشه‌يي توکو د کښت، پېر او پلور کچه کمه شوې ده.