امریکا: له پاکستانه راستنو شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو

امریکا: له پاکستانه راستنو شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو


  • 9 مياشتي دمخه (22/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 365

امریکا وایي، له پاکستانه راستنو شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي. 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ وایي، هېواد یې د افغان راستنېدونکو ستونزو د حل په موخه د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ملاتړ ته ادامه ورکوي. 

ښاغلي وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان ته راستنېدونکي افغانان د خوندیتوب، ملاتړ او درناوي وړ دي.

تر ده یوه ورځ وړاندې ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي، چې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان لاسنیوي ته اړتیا لري.

هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو ستره کمېشنري له راستانه شویو افغان کډوالو سره د روغتیا، خوړو او سرپناه برخو کې مرستې کوي.

‏د ډېکر په خبره، دغه خدمتونه په ورځني ډول ترسره کېږي او کډوال خوندیتوب او درناوي ته اړتیا لري.

بل لورته تازه د کډوالو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې وځنډوي.

دغه سازمان ویلي، چې راستنېدونکي افغانان پر تورخم او سپین بولدک د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله له ستونزه سره مخ دي او په کار ده چې دا لړۍ د څه وخت لپاره ودرول شي.