سوله او امنیت د افغانانو یوازنۍ هیله

سوله او امنیت د افغانانو یوازنۍ هیله


  • 4 کاله دمخه (08/12/2020)
  • سید عبدالله پاچا
  • 1412

څومره خوږ او مقدس لفظ دی چې ورسره انسانیت، اخلاق، آرامیتا، سوکالی، ترقي او پرمختګ، مینه او ورورولۍ، محبت او اخوت، ځان تیروتنه، وفا، اخلاص او د دنیا او آخرت خیر او نیکمرغی نغښتې او اخښل شوي دی الله تعالی فرمایی:

﴿وَٱلصُّلۡحُ خَيۡرٞۗ ﴾ [النساء: 128] ژباړه « او سوله خیر او ښیرازه ده»  که د سولې او پخلاینې تاریخي پس منظرته ځیر شو، هلته به وګورو چې د اسلام ستر لارښود، حضرت محمدمصطفی (ص) چې د سولې او مسالمت ژوندانه ته څومره د اهمیت په سترګه کتل او د دارنګه تعهداتو او معاهداتو منل څومره ګران و چې ټول مواد به یې ظاهراً د مسلمانانو په زیان باندې ښکاریدل او رسول الله به څومره ګذشت او شرښندنه کوله، دا مواد به یې سره د دې چې زیاتو صحابه کرامو به دا رنګه معاهدات منل د مسلمانانو د ضعف او کمزورۍ لامل بلل، خو رسول الله به دا چې ور سره الهی وحې تائیدونکی او لاښونکي وه، دا معاهدات منل، د کفارو او مشرکینو په خوښه به یې ورسره لاسلیکول، هغه و چې الله پاک پکې زیات فتوحات او انتصارات د اسلام او مسلمانانو لپاره په راتلونکی کې په برخه کړل، د دې نه راجوتېږي چې اسلام د خشونت، تاوتریخوالي، ظلم، تیری او عهد ماتولو دین ندی، بلکه دا دین د رحمت او عطوفت او د هر چا سره د انسانیت او کرامت په سیوری کې د ژوند کولو دین دی.

الله پاک د خپل نازنین استازی غوره اخلاقي معیار چې نړمۍ او محبت دین دا رنګه یادوي: ﴿فَبِمَا رَحۡمَةٖ مِّنَ ٱللَّهِ لِنتَ لَهُمۡۖ وَلَوۡ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ ٱلۡقَلۡبِ لَٱنفَضُّواْ مِنۡ حَوۡلِكَۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ وَشَاوِرۡهُمۡ فِي ٱلۡأَمۡرِۖ فَإِذَا عَزَمۡتَ فَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَوَكِّلِينَ﴾ ژباړه: «او ته ای محمده (ص) د الله تعالی په فضل سره دوی ته نرم زړی او رحیم شوی، خو که چیرې ته سخت زړی او تند او تریو وای نو خامخا به دوی ټول ستا له ماحوله لیرې شوي ؤ، نو دوی ته عفو او بښنه وکړه او د الله تعالی نه ورته د ګناهونو بښلو دعا وکړه، او په کارونو کې ورسره سلامشوره وکړه، او کله چې د کوم کار هوډ او فیصله وکړي، نو په الله باندې توکل کوه او هغه عملی کړه، په یقین سره چې الله تعالی توکل کوونکی انسانان خوښوي.» [آل عمران: 159]

سوله د مسلمانانو ورکه شوې متاع ده نو هر وخت او هر ځای چې ور باندې بری ومومی، ورسره مخامخ شي، زمینه ورته برابره شی ضرورت ورته پیښ شي نو باید فرصتونه له لاسه ور نکړي.

زموږ ګران افغانستان چې تاریخی اوږدو پړاوونو کې یې زیاتې ستونزې وګاللې، ډېرې تحمیلی تپل شوي او غیر ارادی جګړو او پردو غلیاتو او برګ سترګو استعمارګرانو د چور، چپاول، یرغل او وحشت سره مخامخ شوي...

شهید، یتیم، معلول، معیوب، بېوزله، بی سرپرسته، کونډې او مظلومان، په پردیو ملکونو کې پراته بې سرپرسته دربدر کډوال او ... یې راته په میدان پریښي دي.

سوله د افغانانو ورکه شوې متاع ده، نن یې وخت را رسیدلی دی، نن مو دغه خپل ورک شوی مال پیدا کړی او فرصتونه راته برابر شوی، راځئ د خدای په خاطر، د یتیمانو او کونډو د اوښکو په خاطر، نور په قرآن منګولې ولګوو او د: ﴿وَٱعۡتَصِمُواْ بِحَبۡلِ ٱللَّهِ جَمِيعٗا وَلَا تَفَرَّقُواْۚ ﴾ [آل عمران: 103] «یعنی ټول د الله په رسۍ او دین باندې منګولې ولګوي او اختلاف مکوئ» نو راځئ دا آخرین چانس دی، یو له بله سره د ورورۍ، مینې او محبت لاسونه ورکړو او د یوه مسلمان افغان په توګه یو بل ته د مینې او خلوص غیږ پرانیزو. په دې هیله چې افغانان د دایمی سولې څښتنان شي.

( د یو آباد، سوکاله، ښېرازه، پرمختللي او سوله ییز افغانستان په هیله)