یونیسف: په سرحدي سیمو کې د افغان ماشومانو لپآره روغتیايي خدمات وړاندې کو

یونیسف: په سرحدي سیمو کې د افغان ماشومانو لپآره روغتیايي خدمات وړاندې کو


  • 1 کال دمخه (24/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 447

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي چې په سرحدي سیمو کې د ماشومانو لپاره د روغتیايي او خوندیتوب خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دوی حضور لري.

یادې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې اوس مهال له پاکستان هېواد څخه ۳۳۰ زره افغان کډوال را اېستل شوي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

یونیسف دا ډاډ په داسې حال کې څرګندوي چې تر دې وړاندې سیف د چلډرن او ملګرو ملتونو په را اېستل شویو افغان ماشومانو کې د پولیو، نس ناستي او نورو ناروغیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.