سیمه ییز چارواکي وایي، تېره ورځ یې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پاکستان ته له څاریو د ډک موټر د قاچاق مخه نیولې ده.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني وایي، چې امنیتي ځواکونو په دې تور درې کسان هم نیولي دي.
هغه زیاتوي، د څارویو دغه ډک موټر په داسې حال کې نیول شوی، چې غوښتل یې بار کړي څاروي پاکستان ته ولېږدوي.
د هلمند ځایي چارواکي خبرداری ورکوي، چې دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې بهرنیو هېوادونو ته په غیر قانوني ډول څاروي یا نور توکي ولېږدوي.
وروسته تر هغې، چې شااوخوا یو نیم کال وړاندې په هېواد کې د غوښو بیې لوړې شوې، سرپرست حکومت بهرنیو هېوادونو ته د څارویو پر لېږد کلک بندیز ولګاوه.