د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سعودي د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولید الخریجي په ګډون د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره د افغانستان په اړه کتلي دي.
وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د امنیت، بشري حقونو او ګډو بشري ګټو په اړه خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه راز د اسلامي څېړنو او مطالعاتو لپاره د پاچا فیصل د مرکز له مشر شهزاده ترکي الفیصل او د سعودي د بهرنیو چارو وزارت له شهزاده عبدالله بن خالد بن سلطان آل سعود سره هم کتلي دي.
نوموړي د پاچا سلمان د بشردوستانه مرستو د مرکز له چارواکو سره هم خبرې کړې.
ټام وېسټ په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
نوموړی تر دې مخکې پاکستان ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې وې.