سیمه ییز چارواکي وایي، په پروان ولایت کې د روح الله په نوم یو ۳۰ کلن سړی وژل شوی دی.
د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د غوربند درې د شينوارو ولسوالۍ په «چلمای» کلي کې رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کس لومړی د تومانچې په ډزو ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.
سرچینه زیاتوي، د دغه سړي پر وژنې تورن کس له سیمې تښتېدلی دی؛ خو په تړاو یې یو بل کس نیول شوی دی.
سرچینې د دغې پېښې علت د ځمکې پر سر شخړه ښودلې ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.