ایران مشهد ښار کې د افغانانو پر ګرځنده فعالیتونو بندیز ولګاوه

ایران مشهد ښار کې د افغانانو پر ګرځنده فعالیتونو بندیز ولګاوه


  • 1 کال دمخه (24/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 372

د ایران د خراسان رضوي ولایت د مرکز مشهد په بازارونو کې د افغانانو او نورو بهرنیو وګړو فعالیتونه منع شوي دي.

د مشهد د ښاروالۍ ورځپاڼې «شهرآرا» خبر ورکړی، چې د دغه ښار چارواکو په مهالنیو بازارونو کې د افغانانو په ګډون د بهرنیو وګړو کار کول منع کړي دي.

د خراسان رضوي ولایت چارواکو یوازې په مشهد ښار کې د هغو افغانانو شمېر نږدې پنځه سوه زره ښودلی، چې هلته د استوګنې اسناد لري.

تر دې مخکې د ایران په ځینو نورو ښارونو کې هم پر افغان وګړو ځینې محدودیتونه لګول شوي وو. 

د راپورونو له مخې، ایران سږ کال څه باندې درې سوه زره افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې اېستلي دي.