د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د تېرې ورځې دوه چاودنې غندلې دي.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران له حکومت، خلکو او په ځانګړې توګه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمان ښار کې د قاسم سلیماني د څلورم تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دوه پر له پسې چاودنې وشوې.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې چاودنو کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ نور ټپیان دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ترکیې ته پلان شوی سفر ځنډولی او نن په ټول ایران کې ملي ماتم اعلان شوی دی.
که څه تر اوسه د دغو چاودنو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د ایران حکومت تور لګولی، چې دا د امریکا او اسرائیلو کار دی.
بل لورته امریکا دغه تور بې اساسه بللی او اسرائیل لا څه نه دي ویلي.