له لوبو تر سیاسته؛ بنګله دېشي کرکټر شکېب الحسن پارلماني ټاکنې وګټلې

له لوبو تر سیاسته؛ بنګله دېشي کرکټر شکېب الحسن پارلماني ټاکنې وګټلې


  • 1 کال دمخه (08/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 418

د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې پېژندل شوي ستوري شکېب الحسن د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په عمومي ټاکنو کې د پارلمان څوکۍ ګټلې ده.  

شکېب الحسن د بنګه دېش په عمومي ټاکنو کې د عوامي لیګ په مشرۍ د لویدیځ ښار ماګورا څخه برخه اخېستې وه، چې تېره ورځ د پایلو د اعلان پر مهال د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی.

شکېب الحسن د خپلې بریا په لومړۍ ورځ یو کس په څپېړه وهلی، چې د مینه والو نیوکې یې پارولې دي.

شکېب الحسن د بنګله دېش لپاره خپله وروستۍ نړیواله لوبه د سریلانکا پر وړاندې په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ترسره کړه.

نومړي ټاکنو کې د کمپاین پر مهال ویلی و، چې له کرېکټ یې تقاعد نه دی اخېستې، بلکې د یو څه وخت لپاره دمه دی، چې بېرته به کرکټ ته راشي.