حقاني: حکومتي ویاندویان باید پر حقایقو ولاړ مالومات له رسنیو سره شریک کړي

حقاني: حکومتي ویاندویان باید پر حقایقو ولاړ مالومات له رسنیو سره شریک کړي


  • 11 مياشتي دمخه (11/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 382

‏د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير سراج الدين حقاني د حکومتي وياندويانو په جوړ شوي سمينار کې وياندويانو ته ويلي چې هغوی بايد د اسلامي ارزښتونو او ژورنالستيکي اخلاقو په پام کې نيولو سره په بيړه د واقعيتونو په بيان سره په ټولنه کې بې بنسټه موضوعات او شايعات دفع کړي.

نوموړي د وياندويانو ترمنځ په بشپړې همغږۍ او له رسنيو سره پر ښو اړيکو ټينګار کړی دی. 

هغه له سيمه ييزو وياندويانو غوښتي چې په حکومت پورې له اړوندو آدرسونو څخه له حکومتي دريځ پرته هېڅ راز غير رسمي او د شخصي مزاج اړوند موضوعات خپاره نه کړي.