د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست تېره ورځ په یاد ولایت کې د دوو جلا- جلا ترافېکي پېښو له امله د پنځه کسانو د وژل کېدو او نهو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ریاست سرپرست شمس الدین فاریابي ویلي، چې دا پېښې د جوزجان- فاریاب پر لویه لاره او د یاد ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګلدره سیمه کې رامنځته شوې دي.
د هغه په وینا، د لومړۍ ترافېکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل شوي او د دویمې ترافېکي پېښې له امله یوه ښځه او یو کوچنی وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.
که څه هم هغه د یادو ترافېکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو د خلکو په وینا، دا ډول پېښې زیاتره وختونه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، خرابو سړکونو او ځینو نورو دلایلو له امله رامنځته کېږي.
دا پېښي داسې مهال رامنځته شوي، چې د تېرې اکټوبر میاشتې پر پنځمه هم په یاد ولایت کې د دوو ترافېکي پېښو له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.