د کابل هوايي ډګر د تخنیکي برخو ۷۰ سلنه بېرته فعاله شوې

د کابل هوايي ډګر د تخنیکي برخو ۷۰ سلنه بېرته فعاله شوې


  • 2 کاله دمخه (08/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 677

سمسور نیوز (۱۷لېندۍ۱۴۰۱) د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت چارواکي وایي، د کابل د هوايي ډګر د زیانمن شویو تخنیکي برخو اویا سلنه بېرته فعاله شوې ده. 

ددغه وزارت چارواکو ویلي، دغه برخې یې د قطر د تخنیکي ډلې په همکارۍ فعالې کړې دي.

دغه وزارت د سرپرست حمیدالله اخندزاده ویلي، چې اوسمهال له کابل هوايي ډګره د ورځې څه باندې ۳۰ الوتنې کېږي.

په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت سرپرست غلام جیلاني وفا ویلي، چې د افغانستان له فضا د ورځې ۸۰ تر ۱۲۰ الوتنې کېږي؛ خو تراوسه هغه مرکزیت، چې د ساحوي الوتنو تېرېدل کنټرول کړي، فعال نه دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، اوس په هېواد کې ۲۶ هوايي ډګرونه فعال دي، چې له دې منځه په پنځو هوايي ډګرونو کې نړیوالې الوتنې کېږي.