کرزی: د نجونو پر وړاندې دې د زده کړو بندې دروازې بېرته برانېستل شي

کرزی: د نجونو پر وړاندې دې د زده کړو بندې دروازې بېرته برانېستل شي


  • 1 کال دمخه (14/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 347

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په  کتنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو ټینګار کړی دی.

کرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اترې مهمې بللې دي.

په ورته مهال نوموړي د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر حسن کاظمي قمي سره هم کتلي دي.

هغه په دې لیدنه کې د سیمې او افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې او د دواړو هېوادونو همکاري یې اړینه بللې ده.

کرزي له کاظمي قمي سره په لیدنه کې هم د تلپاتې سولې لپاره ملي خبرې اترې پیلیدل یوه اړتیا بللې.

د یادونې ده چې کرزي تر دې وړاندې هم په ملي ډیالوګ ټینګار کړی، خو اسلامي امارت وايي، غېږ یې د ټولو لپاره پرانیستې او چا سره د خبرو اړتیا نه ویني.