ایران او پاکستان: له افغان خاورې ګډې امنیتي اندېښنې لرو

ایران او پاکستان: له افغان خاورې ګډې امنیتي اندېښنې لرو


  • 10 مياشتي دمخه (16/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 470

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي پاکستان ته په سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه کې د افغانستان او امنیتي مسائلو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو هېوادونه د داع-ش او ټي ټي پي له خوا د افغان خاورې کارولو په اړه ګډې اندېښنې لري.     

په دې کتنه کې پاکستاني لوري پر یوه باثباته افغانستان ټینګار کړی او یوې خوندي او باثباته سیمې ته د رسېدو لپاره یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو رول اغېزناک بللی دی.

پاکستان ته د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سفر په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې شوې دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران سفیر د سیمه ییز تماس ډلې د جوړېدو او له دې لارې د افغانستان د ستونزو د حل غوښتنه کړې وه.